ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت: د اوکراین ولسمشر د اوکرایني پوځیانو د تلفاتو په اړه حقیقت نه وايي

وروسته تر هغې چې د تېرې شنبې په ورځ روسیې له اوکراین سره په روانه دوه کلنه جګړه کې د ۱۵۰ زره سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ، د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي پرون یکشنبې ویلي، چې دغې جګړه کې یې تر دا مهاله ۳۱ زره سرتیري وژل شوي.

زیلنسکي د ټپیانو په اړه ځکه معلومات نه ورکوي، چې ممکن دغه معلومات له روسیې سره د روانو عملیاتو په برخه کې مرسته وکړي.

د اوکراین ولسمشر دغه راز ویلي، چې د روسي سرتېرو تر ولکې لاندې سیمو کې ګڼشمېر ملکي وګړي وژل شوي، چې دقیق شمېر یې معلوم نه دی.

د زیلنسکي د دغو څرګندونو په ځواب کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاراوا ویلي، چې ټول اوکراینیان پوهېږي، چې ولسمشر یې د اوکرایني پوځيانو د تلفاتو په اړه دروغ وایي.