ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له ایران سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د افغان حکومت جدي هوډ!

ایران د افغان پانګوالو له لوري په چابهار بندر کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د سوداګریز برج د جوړولو اعلان کړی.

د ایرنا رسنۍ د راپور له مخې د ایران چابهار ازادي سیمې ملکي او زیربناوو مرستیال عبدالحکیم اصفي دغه پروژه یوه ویاړلې پروژه بللې او ویلي یې دي، چې دا پروژه ایران کې د افغان سوداګرو کډوالو ډلې له لوري پیل شوې ده.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ډېرې مهمې بللې او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به د چابهار بندر له لارې د افغانستان خصوصي سکټور د پانګونې او فعال حضور شاهدان واوسو.

د دې تر څنګ له افغانستان څخه ایران ته تللي تخنیکي پلاوي د ایران په چابهار بندر کې د تخنیکي ستونزو د حل خبر ورکړی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهان چابهار بندر د افغان پانګوالو په ګټه بولي او وايي، چې یاد بندر د هېواد اقتصادي برخې لپاره مهم رول لري.

داسي مهال چابهار بندر کې د افغان سوداګرو پانګونه زیاته شوې، چې په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې همغږي کوونکي ضیاالحق سرحدي په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د ځینو ستونزو له امله له پاکستان څخه افغانستان ته ۷۰ سلنه سوداګري او ترانزیټ کم شوی او افغان پانګوال خپله سوداګري د چابهار او عباس بندر له لارې ترسره کوي.

محمد اسماعیل وفا