د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال سلاکار محمد ابراهیم حکمت په کابل ښار کې د اصنافو ټولنې له استازو سره لیدنه کړې.
دغه لیدنه چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او همدا راز د کابل ښاروالۍ استازو هم شتون درلود.
دې ناستې ته په کابل ښار کې د اصنافو ټولنې استازو د مالیاتي اسنادو د بررسۍ، د جوازونو د ورکړې او تمدید، د ذخیره ځایونو د تثبیت، د تبلیغاتي لوحو د نصب او یو شمېر نورو برخو کې خپل ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي.
د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال سلاکار ویلي؛ د اسلامي امارت مشرتابه او مسولین د ملت ستونزو ته پاملرنه لري او د خپلو هېوادوالو د هوساینې او په هره برخه کې ورته د اسانتیاوو برابرولو په موخه شپه او ورځ هڅې کوي.
محمد ابراهیم حکمت په کابل ښار کې د اصنافو ټولنې استازو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی ټولو ستونزو ته به د قانون په رڼا کې اړوندې ادارې پر وخت او ښه ډول رسېدنه وکړي.