د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویلي؛ افغانستان یو له هغو شپږو هېوادونو دی، چې د اقلیمي بدلون له امله یې د کرنې، اوبو او روغتیا برخو ته زیان رسېدلی دی.
د دې ادارې ویاند احمد فرید فرهنګ د ملي ټلویزیون پل خپرونه کې ویلي، چې د اقلیمي بدلون د نړیوالو تړل شویو پروژو په اړه یې په بار بار غږ پورته کړی او هیله لري، چې راتلونکی کال به یادې پروژې بېرته پیل شي.
د نوموړي په وینا؛ په کابل ښار کې له ټاکلې اندازې زیات نفوس، د استهلاک شویو موټرو شتوالی، په ژمي کې د کورونو ګرمولو په موخه دډبرو سکرو او نورو غیر معیاري سون توکو کارول هغه عوامل دي، چې د دې ښار هوا یې ککړه کړې او د مخنیوي لپاره یې اقداماتو ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړې؛ که څه هم تېرو جګړو او ناخوالو د افغانستان د ځنګلونو او وحشي حیواناتو په ګډون چاپيریال سخت زیانمن کړی، خو په وینا یې د اسلامي امارت له حاکمیت راهیسې ګڼو ادارو له دوی سره په همغږۍ د ځنګلونو وهلو په ګډون د چاپيریالي هستیو په ساتنه کې جدي اقدامات کړي دي.
د ښاغلي فرهنګ په وینا؛ په تېر کال کې یې له نورو ادارو سره په همغږۍ د ۴۹۳ نادرو وحشي ژوو او مرغانو د قاچاق مخه نیولې او د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ په ټول هېواد کې د ښکار مخنیوی شوی دی.