ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

جوبایډن: تمه ده چې راتلونکې دوشنبه غزه کې د اوربند د ټینګېدو شاهدان واوسو

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډڼ په نیویارک کې د خپل ټاکنیز کمپاین په یوه ناسته کې تر ګډون وروسته د اوربند په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې د خپل سلاکار له قوله ویلي، هیله لري د راتلونکې دوشنبې په ورځ غزه کې د اوربند د ټینګېدو شاهدان واوسي.

بایډن دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې له پرون راهیسې دوحه کې د ښکېلو لوریو ترمنځ د اوربند د ټینګېدو او د اسیرانو د تبادلې پر سر خبرې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې اوسېدونکي د ژوند تر ټولو سختې ورځې تېروي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړینو موادو ته اړتیا لري.

غزه کې دا مهال تر یونیم میلیون زیات خلک له سختې لوږې او د ژوند د نورو اړینو موادو له کمښت سره مخ دي او د اسرائیلي پوځ د روانو نږدې پینځه میاشتېنیو ظلمونو له امله د ژوند تر ټولو سختې شپې او ورځې تېروي.

تېره ورځ د اردن د شاهي پوځ یوې الوتکې، چې د فرانسې د هوایي ځواک یوې جېټ الوتکې یې ملیتا کوله، د غزې په سواحلو کې د دغې ټړانګې اوسېدونکو ته، چې د صهیونست پوځ له سخت ظلم سره مخ دي، د ژوند تر ټولو اړین مواد غورځولي دي.

دغو مرستو کې د بېلابېلو موادو یولس بستې شاملې دي او د غورځولو عملیات یې پرون دوشنبې ترسره شوي دي.