ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ؛ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور کړل.

د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتې غونډې ته چې د روان لمریز کال د کب میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۳۱ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور، د پینځو پروژو قراردادونه لغوه او د یوې پروژې قرارداد بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شو.

په منظور شوو پروژو کې د غزني ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون د پاتې ساختماني چارو بشپړول، د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو پاتې چارې تکمیلېدل، د کابل ښار د یو شمېر داخلي سړکونو بیارغونه، د کمال خان بند د درېیمې برخې پاتې چارو بشپړول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.