د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي ترکمنستان ته د کاري سفر پر دویمه ورځ د ټرانسپورټ په چارو کې د وزیرانو شورا مرستیال محمد خان چکيییف سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د انتقالاتو پر زیاتوالي، د تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ ظرفیت لوړولو او ترکمنباشي بندر کې افغان سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په اړه هر اړخیزې خبرې شوي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تورغنډۍ بندر ستراتيژيک حیثیت لري او دواړه هېوادونه هم د لویې لارې او هم د وسپنې پټلۍ له لارې یو بل سره وصل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان حکومت چمتو دی، چې د ترکمنستان په پانګونه د تورغنډۍ بندر ظرفیت لوړ کړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت او ټرانزیټ کچه لوړه شي.
مولوي امیر خان متقي ویلي؛ باید دواړه هېوادونه او د لاجورد لارې پر مسیر د نورو شریکو هېوادونو سره په همکارۍ پر هغو لارو چارو کار وکړي چې زموږ مشترک ستراتيژیک هدف د لاجوردو لار احیا ممکنه کړي.
سرپرست وزیر زیاته کړې؛ اوس چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او یو مسول حکومت راغلی د اقتصاد محوره بهرني سیاست یو اساسي هدف د افغانستان په محوریت د سیمې اتصال دی، چې د لاجوردو لارې احیا زموږ په اساسي لومړیتوبو کې راځي.
د ټرانسپورټ په چارو کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ په ټولو برخو کې ډېر کارونه د ترسره کېدو په حال کې دي، په ځانګړې توګه د حمل او نقل په برخه کې زموږ اړیکې د پراختیا په حال کې دي.
نوموړي زیات کړې؛ په نژدې راتلونکي کې، چې د افغانستان او ترکمنستان د رېل پټلۍ ادارو ترمنځ قرارداد لاسلیک شي ترکمن لوری به تورغنډۍ کې د رېل پټلۍ سټېشن د ظرفیت لوړولو رغنیزې چارې پیل کړي.
د وزیرانو شورا مرستیال مننه کړې، چې افغان لوري پر وخت تورغنډۍ کې د اړتیا وړ ځمکه د ترکمن لوري پانګونې لپاره چمتو کړې ده.
محمد خان کچيییف ویلي؛ د لاجوردو لار ډېره مهمه موضوع ده او اړتیا ده، چې په دې اړه د افغانستان په ګډون د لاجوردو د مسیر د پینځه ګونو هېوادونو ناسته ترسره شي.
د نوموړي په وینا؛ لازمه ده، چې د ګډونوالو هېوادونو د ټرانسپورټ او ګمرک برخو مسولین ناسته وکړي او د دې مهمې لارې د احیا پر لارو چارو هر اړخیزې خبرې وکړي.
محمد خان همداراز زیاته کړې؛ په تېرو کلونو کې مو د رېل پټلۍ په برخه کې د افغان تخنیکرانو روزنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او له دي وروسته به هم د ټرانسپورټ او وسپنې پټلۍ په برخه کې افغان تخنیکرانو ته روزنه ورکړو.
د وزیرانو شورا مرستیال ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د اړتیا وړ تخنیکي معلوماتو له ترلاسه کولو او همغږۍ وروسته د تورغنډۍ د وسپنې پټلۍ پر سټېشن پانګونه وکړي.
ښاغلي چکيییف ویلي، راتلونکې اوونۍ چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د سوداګرو په ملتیا راځي، د ترکمنباشي د بندر لیدنه به هم وکړي.