پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو نږدې پینځه میاشتې پوره کېدونکي دي. په دې بریدونو کې غزه له سخت بشري ناورین سره مخ ده.
د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکې ادارې اوچاو یو مسول وایي؛ د غزې څلورمه برخه نفوس چې نږدې ۶۰۰ زرو کسانو ته رسیږي د لوږې له ګواښ سره مخ دی.
دغه اداره زیاتوي، چې د اسرائیلو له لوري د بشري مرستو په وړونکو موټرو بریدونه د غزې شمال او جنوب ته د مرستو رسولو مخنیوی کوي.
دغهراز د غزې اوسېدونکي د صهیونیستي رژیم یرغل او بېپایه بریدونو ډېر وېرولي او په هر اړخیز ډول یې سخت ځپلي دي.
پر غزه کې بمباریو او د صهیونیستي اشغالګرو بریدونو د ژوند کړۍ تنګه کړې او له خلکو سره مرستې او د ژغورنې عملیات په نشت حساب او یا سخت شوي دي.
پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پيل راهیسي ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي او ډېرې ودانۍ ویجاړې شوې دي.
د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې په دې بریدونو کې تر دې مهاله ۲۹ زره او ۷۰۰ کسان شهیدان شوي او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي.