د بلخ ولايت د اوسپنې پټلۍ رییس مولوي محمد شفیق محمود ویلي؛ چې د روان ۱۴۰۲ ه.ش. کال په ۱۱ مياشتو کې د حيرتان بندر له لارې شاوخوا ۲.۸ ميليونه ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
مولوي محمد شفیق محمود په دې اړه زیاته کړې؛ اوسمهال د حيرتان بندر له لارې په اوسط ډول روزانه ۱۰ زره ټنه انتقالات ترسره کيږي، چې پکې واردات، صادرات او ټرانزیټ شامل دي.
د نوموړي په وينا، په تېر ۱۴۰۱ ه.ش. پوره کال کې حيرتان بندر شاوخوا ۳.۴ ميليونه ټنه انتقالات لرل.
ښاغلي محمود ویلي؛ د حيرتان مسير په بشپړ ترمیم او فعاليت سره به سوداګرو ته لازياتې آسانتیاوې برابرې شي، ترڅو دوی وکولای شي د دې مسير له لارې په پوره ډاډمن او خوندي ډول سره خپل تجارتي توکي صادر او وارد کړي.
د حيرتان-مزارشريف د ۷۵ کيلومتره اوسپنې پټلۍ مسير پروژې د بيارغونې چارې تېره اوونۍ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په مالي لګښت او ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په همکارۍ پيل شوې، چې د ۳ مياشتو په موده کې به د ياد مسير ریلي او غير ریلي برخې په بشپړ ډول ترمیم کيږي.