د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان لمریز کال د کب میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې وړاندې شوو یو شمېر طرحو په اړه بحث وشو.
دغه غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د جلال آباد ښار حوزوي او د کابل شیخ زاید روغتونونو په انګړونو کې د تصویري تشخیصیه خدماتو او معیاري لابراتواري مرکزونو جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه.
یاده طرحه د پانګونې بینالوزارتي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره تایید او وړاندې کوونکي شرکت ته سپارښتنه شوې، چې ډیزاین او ساختماني چارې یې د کور او ښار جوړولو وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي.
همدارنګه دغې ناستې ته د ننګرهار په شیخ مصري صنعتي پارک کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، په نهو ولایتونو کې د ۹ عصري او معیاري مسلخونو جوړولو او د جلال آباد ښار په بزازي څلورلارې کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.
په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې سپارل شوي څو د پانګونې بینالوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې په موخه ناستې ترسره او راپورونه یې پر ټاکل شوو نېټو دې کمېټې ته وړاندې کړي.