ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر قلندر عباد: د افغانستان سرمایې ازادول به د مور او ماشوم روغتيا ته د رسېدنې لپاره خورا ګټور ثابت شي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په قطر هېواد دوحه کې د روغتیايي برخې د مرسته کوونکو سازمانونو په ناسته کې ګډون کړی.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د خپلې وينا پر مهال د روغتیایي سیستم په ریفورم، مشترک نظارت، د روغتیا د برخې په ځان بساینې، د کليو او ولسواليو په کچه د روغتيايي خدمتونو معياري کولو او هر اړخيزو روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو څخه يادونه کړې او ټينګار يې کړی، چې په دې ټولو مواردو بايد کار وشي.

ډاکټر قلندر عباد د روغتيا په برخه کې له نړيوالو همکارانو څخه غوښتي، چې د زياتو اداري مصارفو کمولو او د مرستو په سم ډول رسولو باندې بايد لا کار وشي.

نوموړي ویلي، که د زياتو اداري مصارفو مخنيوی وشي د روغتيايي خدمتونو په برخه کې په لګښتونو به خورا مثبت اثر ولري.

سرپرست وزیر همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان د کنګل شوې سرمايې او ملکيتونو ازادول به د مور او ماشوم  روغتيا ته د رسېدنې لپاره خورا مؤثر ثابت شي، د افغانستان د روغتيايي سیستم د خپلواکه کیدو، د روغتیایي خدمتونو د پراختيا او معیاري کیدو لپاره يو ستر او مثبت ګام وي، چې بايد نړیوال يې پورته کړي.