د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د نفتو او ګازو په چارو کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال باتر آمانوف سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د ټاپي او افغانستان ته د مایع ګاز د لېږد په اړه هر اړخیزې خبرې کړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، خوشاله یو چې د افغانستان هرات ولایت ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر له سفر وروسته د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل چارې چټکې شوې دي.
مولوي امیرخان متقي زیاته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت د ټاپي پروژې د چارو عملي پیل ته ټینګه ژمنتیا لري او هیله یې څرګنده کړې، چې تر هرات ولایت پورې د نل لیکې لومړی فاز ژر پیل او بشپړ شي.
نوموړي ویلي؛ هرات ولایت د افغانستان یو ګڼ مېشتی ولایت دی او دغه ولایت ته د ټاپي پروژې له رسېدو سره هرات د ترکمنستان د ګازو ښه مارکیټ کېدلای شي.
په یاده لیدنه کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال ویلي؛ د انرژي لیږد په ځانګړې توګه د ټاپي پروژه د ترکمنستان حکومت ته خاص لومړیتوب لري.
نوموړي د ټاپي پروژې اړوند د افغانستان د حکومت له هلو ځلو مننه کړې او په دې برخه کې يې د اسلامي امارت ژمنتیا او هڅې د پام وړ بللي دي.
د وزیرانو شورا مرستیال هیله څرګنده کړې، چې د ټاپي پروژې اړوند پر شوو هوکړو کار ژر نهايي شي ترڅو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د کار پرانیسته وشي.