د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دوه جلا-جلا ناستو کې په پاکستان کې مېشت د بغلان ولايت کډوالو له استازو او د پکتیا ولایت احمد آبا ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه کړې.
په پاکستان کې مېشت د بغلان د یو شمېر کډوالو استازو ویلي؛ دوی په پاکستان کې د زرګونه کډوالو استازي دي، چې ډېر ژر به هېواد ته راستانه شي او خپل ټاټوبي ته د راتګ لیواله دي.
هغوی په تورخم او سپین بولدک کې راستنېدونکو ته د اسلامي امارت د اسانتیاوو او مالي امکاناتو برابرولو مننه کړې او زیاته کړې یې ده، زرګونه افغان کورنۍ غواړي له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شي.
یادو استازو د هېواد شمال ته د راستنېدونکو افغان کډوالو یو لړ غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.
مولوي عبدالکبیر د راستنېدونکو هېوادوالو استازو ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو لارې چارې او امکانات برابر کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ حکومت د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ټاکلی، چې د حکومتي او مرستندویه بنسټونو مرستې همغږې او د هغوی ټولې ستونزو ته رسېدنه کړي.
همدارنګه په یوه بله ناسته کې د پکتیا د احمدآبا ولسوالۍ مخورو ویلي؛ د دغه ولایت په کچه قومي جوړښتونو څو ځله ګډې ناستې او پریکړې کړي، چې قومي مخور او علما له ځايي ادارو سره خپلې همکارۍ زیاتوي؛ څو په پکتیا کې د بیارغونې پروسه چټکه او د څو لسیزو ستونزې حل شي.
دغو قومي مخورو د ښوونځيو، مدرسو او سړک رغولو په برخه کې د ولسونو وړاندېزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، له اسلامي امارت سره د پکتیا د قومي مخورو او علماوو له همکاریو په مننې ویلي، د اسلامي نظام له راتګ وروسته حکومت غواړي د ولسونو خدمت وکړي او هڅه کوي د افغانانو د ژوند سطحه لوړه کړي.
نوموړي د پکتیا مخورو ته ډاډ ورکړی، چې پر وړاندېزونو به یې غور وشي.