د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي ترکمنستان ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ د ترکمنستان ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف سره لیدنه کړې.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دترکمنستان ملي رهبر ته په افغانستان کې د امنیت، ثبات او د پانګونې او ټرانزیټ لپاره د نویو فرصتونو په اړه معلومات ورکړي.
مولوي امیرخان متقي د ترکمنستان له ملي رهبر مننه کړې، چې افغانستان سره همکاریو او ښو اړیکو ته ځانګړې پاملرنه لري او دواړه هېوادونه توانېدلي، چې په ګڼو برخو کې ښه پرمختګونه وکړي.
د ترکمنستان ملي رهبر ویلي، له افغانستان څخه بشپړ ډاډ لري.
نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان ته د ګازو او برښنا لېږد ته ځانګړی پام لري او همداراز د رېل پټلۍ د پراختیا په برخه کې به هڅې کوي.
قربانقلي بردي محمدوف راتلونکي اوونۍ په عشقاباد کې د افغانستان د توکو نندارتون ډېر مهم او تاریخي بللی او ټینګار یې کړی، چې دواړه لوري به ترې ښه ګټه پورته کړي.
د ترکمنستان ملي رهبر ژمنه کړې، چې افغانستان سره د سوداګرۍ په ګڼو برخو کې به اسانتیاوې رامنځ ته کړي.