د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د پمپ سټېشنونو اتحادیې له یو شمېر تاجرانو او مسولینو سره لیدنه کړې.
یادو مسولینو په هېواد کې د سراسري امنیت په تامین خوښي ښودلې او ویلي يي ډي، د اسلامي امارت له واکمنۍ سره ټول هېوادوال او په ځانګړې توګه سوداګر او پانګوال له هر ډول اندېښنې پرته او په بشپړ ډاډ کار او ورځنی ژوند کوي او دا د افغان ملت لپاره لوی نعمت دی.
هغوی په هېواد کې د سوداګرۍ په غوړېدا او اقتصادي زمینو خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده، ټول تاجران او پانګوال په هېواد کې پانګونې ته لېواله دي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د سوداګرو او پانګوالو د سر او مال د امنیت تامین، د اقتصادي زمینو پراختیا او د هېوادوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.
د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت د ټولو پانګونو هرکلی او تاجرانو او پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو لپاره لازم اقدامات کوي.