د فلسطین عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله ۷۶ کسان شهیدان شوي.
د یاد وزارت په وینا؛ د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسي تر اوسه ۳۰ زره او ۱۷ کسان شهیدان او څه باندې ۷۰ زره نور ټپیان شوي دي.
نږدې پینځه میاشتې کېږي چې صهیونیستي ځواکونو د غزې د بېګناه وګړو ټولوژنې ته ادامه ورکړې او اوسمهال پر رفح ښار د بریدونو له امله، چې له یو میلیون او ۴۰۰ زره زیاتو فلسطینیانو پناه پکې اخیستې، د یوه بل ناورین رامنځته کولو په لټه کې دي.