ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت په تشکيلاتي جوړښت کې نوی ریاست رامنځته شو

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت په تشکیلاتي جوړښت کې «د مدرسینو مسلکي پراختیا» په عنوان نوی ریاست رامنځته او د پوهنې وزارت د سرپرست مولوي حبیب الله آغا له لوري د وېډیویي کنفرانس په ترڅ کې، د هېواد د مرکز او ولایتونو د پوهنې رییسانو ته په رسمي ډول ورپېژندل شوی دی.

د پوهنې وزارت سرپرست ویلي؛ د مدرسینو مسلکي پراختیا ریاست له جوړېدو څخه یې بنسټیزه موخه، د ښوونیزو پروګرامونو تنظیمول او د هېواد په دیني ښوونیزو بنسټونو کې د درسي کیفیت لوړول دي.

مولوي حبیب الله آغا زیاته کړې؛ یاد رياست د قرآن کریم د حافظانو او علماوو له ډلې په ولسواليو کې څلور تنه غړي او د ولايتونو په مرکزونو کې اووه تنه نور غړي لري او دوی دنده لري، تر څو د مدارسو او دارالعلومونو د ټولو نصابي او اداري چارو سربېره د استادانو د تدریس مېتودونه او طریقې له نیږدې وڅاري.

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال د مدرسینو مسلکي پراختیا ریاست د ښوونیزې څارنې مهم بدیل ګڼلی او د ولایتونو د پوهنې له رییسانو یې غوښتي، تر څو د یادو کسانو په ګمارلو کې یوازې تقوا او تخصص په پام کې ونیسي.