د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ازموینو د ملي ادارې له مشر شیخ عبدالباقي حقاني سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د ۱۴۰۳ هـ ش کال لپاره د عامې روغتیا وزارت په تشکیل کې د خالي بستونو، د ازموینو په شفافیت او د دواړو لورو ترمنځ په غوره همغږۍ خبرې شوي دي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ازموینو ملي ادارې د مشر څخه د مننې ترڅنګ په ازموینو کې د روڼتیا په موخه د نوموړي کړنې ستایلي دي او د عامې روغتیا وزارت په تشکیل کې یې د راتلونکې ۱۴۰۳ هـ ش کال خالي بستونو د ازموینو اخیستلو په موخه د یادې ادارې همکاري اړینه بللې ده.
د ازموینو ملي ادارې مشر د ازموینو ملي اداره یوه باوري اداره بللې او د ازموینو د پایلو د شفافیت په اړه یې بشپړ ډاډ ورکړی دی.