د راپورونو له مخې په روسیه کې د ولسمشرۍ ټاکنو بهیر پای ته ورسېد او د لومړنیو رسمي پایلو پر بنسټ، اوسنی ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۸۷ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د پینځم ځل لپاره د دې هېواد ولسمشر شو.
په تېرو ۲۵ کلونو کې دا پینځم ځل دی، چې پوتین واک ترلاسه کوي. نوموړي په ۱۹۹۹ زېږدیز کال کې په روسیه کې واک ته رسېدلی دی.
د روسیې د ټاکنو مرکزي کمیسیون وايي، چې د ټاکنو پر شرایطو د برابرو کسانو ۷۰ سلنه یې د ولسمشرۍ په یادو درې ورځنیو ټاکنو کې خپلې رایې کارولې دي.