د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل او لوګر ولایتونو په ګډون د لويې پکتیا یو شمېر قومي مخورو او علمای کرامو سره لیدنه کړې.
یاده لیدنه چې د ولس او اسلامي امارت ترمنځ د اړيکو پياوړتيا په موخه ترسره شوې، يادو قومي مخورو او علمای کرامو ویلي، دوی د اسلامي نظام ملاتړي دي او ورسره هر راز همکارۍ ته بشپړ چمتوالی لري.
دغو قومي مشرانو د لویې پکتیا په اړوندو سیمو کې د رغنیزو پروژو د پیل تر څنګ له حکومت څخه غوښتي، چې د دې ولايتونو اوسېدونکو ته د ځمکو شرعي اسنادو وېش پيل کړي او کورنيو بېځايه شويو ته د سرپناه برابرولو کې همکاري وکړي.
يادو قومي مشرانو او مخورو د رياست الوزرا سياسي مرستيال ته ډاډ ورکړی، چې هېڅکله به هم د مخربو عناصرو هڅې بريالۍ نشي او د هغو کسانو د هڅو شنډولو غوښتنه يې هم کړې، چې د ملت او حکومت ترمنځ د واټن رامنځته کولو هڅې کوي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، اوسنی اسلامي نظام یوازې په حکومت کې د مسولو کسانو نه، بلکې د ټول افغان ملت ګډ ټغر دی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت د دیني اصولو په رڼا کې د ټولو وګړو حقونو ته رسېدنه خپل مسوليت بولي او د لويې پکتیا، کابل او لوګر ولسونو پر وړاندیزونو به هم غور او اجراات وشي.
مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت په هره کچه د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب وايي او له قومي مشرانو او مخورو سره د دغو کتنو موخه د همدې ارتباطاتو پياوړي کول دي.