د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پخپل کاري دفتر کې د هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو او پانګهوالو سره لیدنه کړې.
دې لیدنه کې یادو دغه سوداګرو د امن فضا په رامنځته کېدو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې په هیواد کې د پانګهونې له شته فرصتونو څخه په استفادې به نور سوداګر او پانګهوال هم پانګهونې ته وهڅوي.
راغلو سوداګرو دغه راز خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم له سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان بیارغونه او اقتصادي پیاوړتیا د افغانانو په یووالي او په کور دننه پانګهونې پورې تړلې ده.
نوموړي زياته کړې، د خوښۍ خبره ده، چې موږ هره ورځ په افغانستان کې د اقتصادي فرصتونو غوړېدا په اړه مثبت خبرونه لرو.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو پای کې دېته په اشارې چې اسلامي امارت د سوداګرو او پانګهوالو هر اړخيز ملاتړ کوي ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به په اساسي ډول حل شي.

