د سکاټلنډ لومړي وزیر حمزه یوسف د برېتانیا لومړي وزیر ریشيسونک ته په یوه استولي لیک کې له نوموړي غوښتي، چې اسرائیلو ته پر صادروونکو وسلو دې بندیز ولګوي.
دغهراز په یاد استول شوي لیک کې له دې وړاندې د یوه بل لیک، چې د فبروري په ۲۳مه برېتانوي حکومت ته استول شوی، یادونه شوې، چې اسرائیلو ته د وسلو صادراتو د بندیز غوښتنه پکې شوې وه. خو له برېتانوي لوري څخه یې نه ځواب ترلاسه کړی او نه د وسلو د صادراتو بندیر اړوند کوم اقدام شوی دی.
ښاغلي حمزه یوسف په لیک کې ویلي:
“زه یو ځل بیا لیکم چې برېتانیا دې سمدلاسه اسرائیلو ته د وسلو لېږد ودروي. د ملکي وګړو او د هغو بشرپاله کارکوونکو، چې له لوږې او تاوتریخوالي سره مخ فلسطینیانو ته مرستې رسوي، مرګژوبله د زغم وړ نه ده. اسرائیلو ته د وسلو په لېږد او ورکړې سره برېتانیا د ملګي وګړو په وژنه کې د ښکېلتیا له ګواښ سره مخ ده.”
نوموړي یاد لیک داسې مهال د برېتانیا لومړي وزیر ته استولی، چې څو ورځې وړاندې د صهیونیستي یرغلګرو په هوایي برید کې د درې برېتانویانو په ګډون د یوه نړیوال خیریه بنسټ اووه کارکوونکي ووژل شول.
د سکاټلنډ لومړي وزیر څو ځله د صهیونیستي یرغلګرو له لوري پر بېګناه فلسطینیانو د بریدونو په غبرګون کې اسرائیلو ته د وسلو د لېږد بندیز غوښتنه کړې ده.