د افغانستان اسلامي امارت له نړیوالو سره په خبرو اترو او تفاهم باور لري/ ناصرشاه سرحدي
افغانستان د ۱۹۱۹ م کال راپه دې خوا کله چې افغانانو د غازي امیر امان الله خان په مشري اوقیادت دافغانستان خپلواکې او استقلال دانګلیس د ښکیلاګر استعماري ځواګ څخه تر لاسه کړ او افغانستان د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان په غړیتوب کې شامل شو د هماغې ورځي نه ، د نړۍ ډيریو هېوادونو د دې هېواد خپلواکي او استقلال په رسمیت وپیژاند.
دافغنستان د وخت زعامت او مشرانو هم متقابل د ملګرو ملتونو د منشور د داصولو اوپرنسیپونو اود افغانستان د بي طرفۍ او ناپیلتوب دسیاست نه ملاتړ او حمایت وکړ او دهمدي نړیوال سازمان د منشور ټول اصول ېې د خپل دولت او حکومت په ټولو چارو کې په تیره بیا په بهرنې سیاست کې پلي او عملي کړل. دنړۍ دیپلوماتان کابل ته راغلل او دافغانستان دیپلوماتان دنړۍ په هېوادونو کې په دندو وګمارل شول ملګرو ملتونو او د نړۍ د هېوادونو سره د افغانستان دیپلوماتیکي او دوستانه اړیکې ټینګې شوي او د ملګرو ملتونو د منشور سره سم ېې د نړۍ له هیوادونو سره د متقابل احترام د یوبل په کورنیو چارو کې د نه لاس وهنې او مداخلې پربنسټ (راشه ، درشه) او همکاري پیل کړه.
همدا حالت اوس هم د هماغې ورځې نه چې د افغانستان اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه واک ته رسیدلی د همدې نړیوال سازمان د اصولو پیروي یې کړې او د نړۍ هیوادونو ته ېې دا ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به د ملګرو ملتونو ټولو اصولو ته درناوی کوي او اسلامي امارت به هیچا او هیڅ هیواد ته د دې اجازه ور نه کړي، چې افغان خاوره د نورو په زیان وکاروي او د نړۍ هیڅ هیواد ته به هم دا اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان په چارو کې مغرضانه لاسوهنه وکړي او اوس هم په دې باور دی چې د ملګرو ملتونو او د نړۍ دهیوادونو په تیره بیا د امریکې له متحده آیالاتو سره د مسایلواومشکلاتو د حل په منظور په خبرو، اترو اوتفاهم باور لري اودې کار ته په هر وخت کې حاضر دی.
له بده مرغه د نړۍ هیوادونه په تېره بیا امریکا او د هغه متحدین په یوه بهانه اوبله پلمه دافغانستان له خلکو سره د نړیوالو اصولو خلاف غیر منصفانه چلند او برخورد کوي په افغانستان ېې غیري عادلانه بندیزونه اوتحریمونه لګولي او دافغانستان د رسمیت پیژندې په وړاندې ېې خنډونه او موانع رامنځته کړي، چې دا اقدام له شک پرته د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی .
دلته زمونږ دبحث اصلې موضوع د نړۍ دهیوادونو په تیره بیا دامریکا او د هغې له متحدینو سره په خبرو اترو او تقاهم ده، چې اسلامي امارت ورته پوره ژمن دی او هغه دا چې د افغانستان داسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقې په یوه مقاله کې چې له الجزیرې تلویزیون څخه خپره شوې ویلي؛ دافغانستان اسلامي امارت مشران په خبرو، اترو اوتفاهم عقیده او باوري دي خو دا اقدام باید یو طرفه نه بلکې دوه اړخیزه وي.
په یاده خپره شوې مقاله کې نړیوالو ته په تکراري تو ګه په ثبوت سره وښودل شوه، چې اسلامي امارت د قضیاوو د حل په منظور دنړۍ د هیوادونو سره په خبرو اترو او تفاهم باور لري.
اوس امریکا ، ملګري ملتونو او د نړۍ هیوادونو ته پکار دي چې په خپل دریځ له سره غور وکړي او د بې باورۍ د روان حالت نه راوځي د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپیژني چې په دې سره به نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په سیمه او نړۍ کې هم د سولې اوثبات فضا رامنځته شي.

