ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر له اروپا مېشتو افغانانو سره په لیدنه کې؛ د اسلامي امارت په حاکمیت سره د افغانستان د تجزیې پلانونه ناکام شول

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون (دوشنبه، د وري ۲۷مه) په خپل کاري دفتر کې داروپا مېشتو افغانانو له یو شمېر استازو او د ټولنو له مشرانو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې چې له جرمني، برېتانیا، بلجیم، سویډن، اتریش، ترکیې، ناروې او له متحده عربي اماراتو څخه راغلو افغان استازو او د ټولنو مشرانو برخه درلوده او په یادو هېوادونو کې یې د مېشتو افغانانو وړاندیزونه او نظریات له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

د راغلو کسانو په استازولۍ ډاکټر خوشال روهي خبرې کړې او ویلي یې دي، چې راغلي کسان په بهر کې ټولنې لري او د ډېرو افغانانو استازولي کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ او لاسته راوړنې لري، چې افغانان او نړیواله ټولنه پرې قانع ده.

د ښاغلي روهي په وینا؛ اوسنی نظام د ګڼ شمېر قربانیو پایله ده، چې باید چاته د حکومت د کمزوري کېدو او تخریب اجازه ورنه کړل شي.

دغه‌راز زیاته کړې یې ده؛ بهر مېشتي افغانان غوره علمي او اقتصادي وړتیاوې لري، چې اسلامي امارت د هېواد په ابادي کې ګټه ترې اخیستی شي.

ډاکټر خوشال روهي د افغانستان اقتصادي او مالي سیاست او هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې افغانستان د قدرت له جزایرو، فساد، نا امنۍ او باجګیرۍ څخه ژغورل شوی دی.

د هغه په وینا؛ په سیمه او نړۍ کې هېڅوک د جګړې طرفداره نه دي.

نوموړي غوښتنه کړې، چې اسلامي امارت دې خپله کابینه له سرپرستۍ څخه وباسي او یو دایمي دولت دې رامنځته کړي.

دغه‌راز د افغانستان عیني شرایط او وضعیت یې د پخوا په پرتله غوره ګڼلی او ویلي یې دي، چې په رسنیو کې یې په اړه ناوړه تبلیغات کېږي او ډاډ یې ورکړی، چې دوی به اروپايي هېوادونو ته د افغانستان رښتینی انځور ورسوي.

نوموړي زیاته کړې؛ اړتیا ده چې په حکومت کې د ټولنې نور اقشار هم ځای او د حکومت اډانه پياوړې شي.

د اروپا مېشتو افغانانو د یاد پلاوي غړې زرکې ملیار هم خبرې کړې او ویلي یې دي؛ خوښ دي چې په افغانستان کې حضور لري او د افغانستان پرمختګونه له نېږدې ګوري.

نوموړې زیاته کړې، چې اوسنی فرصت د افغانستان د ابادۍ او د نظام د استحکام لپاره تاریخي ارزښت لري او اړتیا ده چې له افغانانو او نړیوالو سره د افغانستان اړیکي پياوړې شي.

دغه‌راز اغلې ملیار ویلي، چې دوی به په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان په اړه حقایق وړاندې کړي، د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ به د پل حیثیت ولوبوي او په رسمیت پېژندنې ته به کار وکړي.

دغه پلاوي ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت د مشرانو دریځ به په اروپا کې مېشتو افغانانو ته ورسوي او هغوی به وهڅوي چې خپل هېواد ته سفر وکړي او پرمختګونه له نېږدې وګوري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل ته د دغه پلاوي د راتګ هرکلی کړی او ویلي یې دي؛ هیله من دی چې د افغانستان وضعیت نور هم له نږدې وګوري او مثبت تاثر ترې واخلي.

نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې اسلامي امارت ته له فتحې وروسته فلج افغانستان په میراث پاتې شو، چې اسلامي امارت د هېواد ابادي، د نظام پياوړتیا او فعالول له صفر څخه پیل کړل.

دغه‌راز اکثریت د هغه وخت مسولین وتلي وو او یا د وتلو په حال کې و، چې امیرالمؤمنین حفظه الله عمومي عفوه اعلان کړه او ټولې ادارې بیا ځلې فعالې شوې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، چې اسلامي امارت د امنیتي لیکو او ادارو په رهبري کې بدلون راوست خو پخواني امنیتي ځواکونه ټول خپله تللي وو، ځینې چې پاتې وو هغوی اوس هم د پوځ او پولیسو په لیکو کې خدمت کوي او هیچا ته ګواښ متوجه نه دی.

نوموړي زیاته کړې؛ ملت بیا هېڅکله هم واک ته د پخوانیو مفسدو مقاماتو د رسېدو هیله نه لري او نه غواړي چې افغانستان بیا د قدرت په جزیرو او دغصب، فساد او نشه يي توکو په مرکز بدل شي.

مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تر عمومي بښنې وروسته خپل اساسي لومړیتوب د اقتصادي ودې او بنسټیزو چارو ترسره کول ټاکلي او په تېرو دوو کلونو کې په اقتصادي پياوړتیا او سوداګریزه برخه کې افغانستان په ښه مسیر روان دی.

د هغه په وینا؛ افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې اشغال، فساد، جګړې او زورواکۍ ځپلی دی، په افغانستان کې د نفاق تخمونه کرل شوی، ورونه قومونه د شخصي ګټو لپاره دښمنۍ ته هڅول شوي او خلک په قوم، ژبې، سمت او مذهب ویشل شوي وو، خو د اسلامي امارت په راتګ سره دا نفاق له منځه تللی دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی، چې اوس افغانستان د یو واحد افغان ملت او واحد اسلامي نظام څښتن دی او د افغانستان د تجزیې په اړه جوړ شوي پلانونه او شومې هڅې ناکامې شوې دي.

دغه‌راز اوس په افغانستان کې د ملي یووالي پياوړتیا، په خپلو پښو د ولاړ یو اسلامي او ملي نظام، په هېواد کې د ورورګلوۍ ژوند کولو او په ګډه د هېواد د ابادۍ لپاره ښه زمینه مساعده ده.

نوموړي زیاته کړې؛ د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي مشارکت، استقلال او ازادۍ ساتل تضمین شوي او افغانستان د بهتره راتلونکې ته د حرکت په لور ګړندي ګامونه اخلي.

پر دې سربېره د اسلامي امارت لومړیتبو افغانستان کې د دایمي سیاسي او اقتصادي ثبات تامینېدل او د یووالي ټینګښت دی او دوی په دې برخه کې له تېر څخه په درس اخیستلو قدم پورته کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې افغانستان د سیمې د اتصال نقطه ده، سترې سیمه‌ییزې پروژې د افغانستان له حضور پرته نا ممکنه دي او دوی غواړي چې دغه پروژې عملي شي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې تر اوسه لسګونه شرکتونو په افغانستان کې پانګونه کړې او له ډېرو نورو کمپنیو سره هم بحثونه روان دي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دغه‌راز اسلامي امارت د سیمې او نړۍ د نظم او ثبات غوښتونکی دی، زموږ دریځ دا دی، چې موږ د ټولو هېوادونو استقلالیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لرو، زموږ استقلالیت ته هم باید درنښت وشي.

اسلامي امارت هېڅکله اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه چاته ګواښ پېښ کړي.

د دې تر څنګ نن ورځ په ټول افغانستان کې سراسري امنیت تامین دی، تاسو کولای شي چې د افغانستان هرې سیمې ته له ویرې پرته سفر وکړئ او په اروپا کې مېشت افغانان وهڅوئ چې خپل هېواد ته راشي.

نوموړي د یاد پلاوي د دې وړاندیز هرکلی کړی، چې دوی دافغانستان اسلامي امارت او اروپایی هېوادونو ترمنځ منځګړتوب کوي.