د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب او جوزجان ولايتونو د کوهستاناتو او قوشتیپې ولسواليو له يو شمېر علماوو او سپينږیرو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې مولوي عبدالسميع رحماني او مولوي عبدالرقيب د نورو په استازیتوب خبرې کړې او د دغو ولايتونو د ټولنيز، اقتصادي او امنيتي وضعيت په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي.
دوی ویلي، چې د دې ولايتونو ځايي مسولين د امنيت تامين او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو هڅه کوي او د هغوی د ستونزو له منځه وړلو او هوساينې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
یادو علماوو غوښتي، ترڅو د دې ولايتونو په لیرې پرتو سیمو او ځانګړي ډول کوهستاناتو او قوشتیپې ولسواليو کې د پراختیايي پروژو عملي کولو، د سړکونو بيارغاونې او مدرسو، ښوونځيو او روغتيايي کلينيکونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې د سراسري امنيت تامين او خلکو ته د اړینو سهولتونو او کاري اسانتياوو رامنځته کول د اسلامي امارت دنده ده او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د هيواد په بېلابېلو برخو کې د پراختیايي پروژو پلي کولو او همداراز د خلکو د ستونزو له منځه وړلو لپاره هڅه کوي.