ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ د افغانستان د لومړنۍ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ۱۵ کاله پوره شول

۱۵ کاله وړاندې په همدې ورځ د ۲۰۰۹ زېږدیز کال د اپرېل په ۱۹مه افغان کرېکټ ملي لوبډلې خپله لومړنۍ یو ورځنۍ رسمي لوبه په جنوبي افریقا کې له سکاټلنډ سره ترسره کړه.

په دې لوبه کې افغان اتلانو سکاټلنډ ته د ۸۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

محمد نبي عیسی‌خیل په یاده لوبه کې د درې څلوریزو او درې شپږیزو پر مټ ۶۴ توپونو ۵۸ منډې پکې جوړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.

محمد نبي لوړی افغان و، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې پنځوسیزه وکړه. دولت احمدزی لومړنی کس پکې اوټ کړ او نورعلي ځدراڼ لومړنی څلوریزه پکې ووهله.

په لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کې نورعلي ځدراڼ، کریم صادق، محمد نبي، نوروز منګل، اصغر افغان، سمیع الله شینواری، ریس احمدزی، هستي ګل عابد، خالق داد نوري، دولت احمدزی، حمید حسن لوبیدلي و، چې روزونکی یې کبیرخان و.

د یادولو وړ ده، چې افغان کرېکټ ملي لوبډله تر اوسه ۱۷۲ یو ورځنۍ لوبې کړې، چې ۷۹ یې ګټلې، ۸۸ یې بایللې، یوه یې مساوي شوې او څلور نورې یې بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي.