ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند: واشنګټن له اسلامي امارت سره تعامل کوي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره له اسلامي امارت سره تعامل کوي.

په دې ورستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاتل په یوې خبري ناسته کې ویلي، چې واشنګټن غواړي د خپلو ملي ګټو خوندیتوب او د افغانانو د ملاتړ په موخه له اسلامي امارت سره تعامل ولري. 

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ویلي؛ یاد تعامل د دې زمینه برابروي، چې افغانستان کې زنداني امریکایي وګړو د خلاصون په اړه له اسلامي امارت سره مخامخ خبرې اترې وکړي.  

ودانت پاتل زیاته کړې؛ موږ به له دې فرصت څخه په ګټې اخېستنې د اسلامي امارت سره د ژمنو او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر سر خبرې وکړو.

اسلامي امارت هم د متحده ایالاتو یاد اقدام ستایی او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې له کابل سره د واشنګټن تعامل کولی شي د ستونزو په لمنځه وړلو کې اغېزمن رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د اسلامي امارت چارواکو تل ویلي و، چې افغانستان د خپلو ملي ګټو پربنسټ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی.