ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملي دفاع سرپرست په کابل کې د اذربایجان له سفیر سره لیدنه کړې

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره پخپل کاري په دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر ویلي؛ د دوه مسلمانو هېوادونو ترمنځ دوستي او مشترکات ډېر د ویاړ خبره ده.

مولوي محمد یعقوب مجاهد زیاته کړې؛ کابل کې د اذربایجان د سفارت پرانیستل یو مثبت ګام دی او موږ د اوږدمهاله اړیکو پر پیاوړتیا، د اقتصادي او سوداګرۍ او په نورو برخو کې د همکارۍ لپاره د زر پیل کولو لپاره غوښتونکي یوو.

د اذربایجان سفیر په کابل کې د خپل هېواد د سفارت د بیا پرانیستلو په اړه د اسلامي امارت له باور او همکارۍ څخه مننه کړې او ویلي يي دي، موږ د اړیکو د ټینګښت ترڅنګ له اسلامي امارت او د دغه هېواد له خلکو سره د همکاری لپاره چمتو یو.