د چهارشنبې ورځ، د ۲۲/۱۰/۱۴۴۵ هـ. ق نېټه چې ۱۲/۲/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۵۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۳۰۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۳۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۹ تنه و، کونړ، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۱۲۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۸ کورنیو سره مرسته وشوه چې ټولې۴۰۳ زره افغانۍ کیږي.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې ۱۱ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.
د خدمتونو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمتونه وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۳۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کارموندنې کمېټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې ۷ تنه غریبکار او ۱۳ تنه حرفه يي او مسلکي کسان، چې ټولټال ۲۰ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې ۱۳۲ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۹۲ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۲۴ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
له سپین بولدک څخه ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۷ تنه و، کندهار، کابل، زابل او خوست ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او ۳۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۹۲ کورنیو سره ټولې۷۴۶ زره افغانۍ مرسته وشوه.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
۱۸۸ کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د خدمتونو او روغتیايي چارو کمیټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمتونه وړاندې شوي دي:
خواړه: نن په سپین بولدک کې کډوالو ته ۸۷۶ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۷۹ تنه راستانه شوو کډوالو درملنه شوې دی.
همدارنګه ۷۵۴ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۲۷۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې شپږ تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن لیسانس، یو تن حافظ، یو تن د وړې دورې فارغ، اته تنه دیني عالمان، ۱۵۴ تنه غریبکار او ۴۱ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۲۱۲ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۶۹ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
پکتیکا
انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت تثبیت او استقبال کمېټه:
په انګور اډه کې یوه کورنۍ چې د وګړيو شمیر یې ۲ تنه کیږي، ثبت شوې ده.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
د انګور اډې څخه یوه کورنۍ، چې د وګړيو شمیر یې ۲ تنه و، خپلې سیمې ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوې کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته شوې.
د خدمتونو او روغتیايي چارو کمېټه:
په انګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمتونه وړاندې شوي دي:
خواړه: په انګور اډه او ښرنه کې کډوالو ته ۲۷ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د انګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:
راستنېدونکو کډوالو ته د ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول او همداشان د کډوالو د کورنیو مشرانو ته د خپلو سیمو، دین او هیواد په اړه معلومات ورکړل شوي دي:
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۹۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز دوه زره او ۶۴۳ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۱۹۴ تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۸۷ کورنۍ چې د کورنۍ دغړو شمیر یې ـ۴۲۳ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدمتونو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمتونه وړاندې شوي دي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۹۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۹۶ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۰۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۸ را ستنو شوو کورنیو سره ۵۵۸ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د هرات په اسلام کلا کې ۷۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۳۴۲ کورنۍ، ۱۱۶۴ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۴۷ کورنۍ، ۲۸۸ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۲۵۹ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۳۵۷ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۵۰۶ عدده

