کابل کې د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو ۳۰م نندارتون د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې پرانیستل شو.
دغه نندارتون د ریاست الوزرا اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخوند، د کابینې یو شمېر غړو، رییسانو، د بېلابېلو هېوادونو سیاسي استازو، د مرستندویو موسسو مسولینو، د خصوصي سکټور د سوداګرو او متشبثینو، بزګرانو او مالدارانو په شتون کې د کابل د بادام باغ په څېړنیز فارم کې پرانیستل شو.
د نندارتون پرانیستې مراسمو کې د اسلامي امارت چارواکو د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او بڼوالۍ سکتور د لاسته راوړنو، فعالیتونو او پرمختګ په اړه خبرې کړي او د کرنې میکانیزه کولو له لارې یې د کرنې د ودې او پراختیا په اړه د اسلامي امارت پلان روښانه کړی دی.

د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د نندارتونونو جوړول د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پیژندلو لپاره یو ښه فرصت بللی او ویلي يي دي؛ د کورنیو تولیداتو د پیژندنې او بازار موندنې په موخه ګڼ نندارتونونه په لاره اچول شوي او په راتلونکي کې به هم د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پلور او بازار موندنې په موخه نندارتونونه په لاره واچول شي.
هڅه کوو، چې کورني تولیدات نړۍوالو بازارونو ته ور وپېژنو، په همدې موخه مو له ګاونډیو هېوادونو سره یو شمېر نندارتونونه په لاره واچول، او په راتلونکي کې به یې هم په لاره واچوو، دغه نندارتونونه د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په بازارموندنه او خرڅلاو کې مهمه ونډه لري.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې د کرنې او مالدارۍ سکټور پر پراختیا د کار له لارې، د بې وزلۍ د کچې ټېټولو، کارموندنې او د خامو موادو د تولید په برخه کې کار وکړي، چې په دې برخه کې یو شمېر پروګرامونه لکه د کرنې میکانیزه کول، دودیز کرکېله په عصري کرکېله بدلول او د اوبو مدیریت په پام کې نیول شوي دي.

په دې پروګرام کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسلام له نظره د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په اهمیت خبرې کړي دي او دغو برخو ته یې د امارت د ځانګړې پاملرنې یادونه کړې.
نوموړي ویلي؛ هیله لرو چې دا نندارتون ګډون کوونکو او د کورنیو تولیداتو پیژند ې په برخه کې ګټور تمام شي، تېر حکمتونه دغو برخوته پاملرنه نه ده کړې، اړینه خبره دا ده چې زیارکښو بزګرانو او مالدارانو ته پاملرنه او دوی ته کار وشي.
اسلامي امارت د یادو سکټورونو پر پښو د درولو په پار ځانګړې پروګرامونه لري.
مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د کرنیزو تخمونو وېش، د اوبو لګولو د کانالونو او چک ډېمونو جوړول او بیارغونه، بازار موندنه او د اسانتیاوو راوستل د امارت له مهمو دندو څخه دي او په راتلونکي کې به دا کارونه پراخ او زیات کړو.
هڅه کوو چې افغاني تولیدات نړۍوالو بازارونو ته معرفي کړو، له ټولو پانګوالو هم غواړو چې په دې سکتورونو کې پانګونه وکړي ترڅو له بېوزلۍ او اړتیا څخه خلاصون ومومو.»

په ورته وخت کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم کرنې سکتور ته د افغانستان اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې په اړه خبرې وکړې او ویلي يي دي؛ هڅه کوو، چې د زېربناوو په جوړولو سره افغانستان ته پرمختګ ورکړو.
د سړو خونو جوړول، محصولاتو ته بازارموندنه، د نندارتونونو جوړول، د کرنې په برخه کې تنوع راوستل، د عامه پوهاوي لوړول، د بندونو جوړول او د اوبو د مدیریت کولای شي، د افغانستان بڼه بدله کړي او امارت تېر کال په دې سکتورونو کې د پام وړ کړنې درلودې او سږ کال هم ځانګړې پروژې لري.
په دې پروګرام کې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند پیغام هم د رییس الوزرا د دفتر رییس قاري عبدالستار سعید له خوا ولوستل شو چې په کې، غوره امنیتي وضعیت، هېوادوالو ته د اسانتیاوو راوستل، د ودانیزو فعالیتونو پیل، د هېواد په اقتصاد کې د بدلون راوستل، د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ عصري کول او نباتي او حیواني ناروغیو او آفتونو سره مبارزې ته اشاره شوې وه.
د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن د خصوصي سکتور سوداګرو او متشبثینو ته د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د برابرو شویو اسانتیاوو له امله مننه کړې او له سوداګرو یې غوښتي، چې په هېواد کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ دغه نندارتون د کرنيزو محصولاتو، مالدارۍ، بڼوالۍ او لاسي صنايعو د بازارموندنې په برخه کې ډېر ګټور تمامېږي، د نړۍهېوادونه د نندارتونونو په برابرولو سره غوره لاسته راوړنې لري، له سوداګرو څخه غوښتنه کوو، چې د خوراکي توکو د خونديتوب او د هېواد ځان بسیاینې لپاره باید په ګډه او همغږۍ کار وکړو.

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني ویلي، د دغه نندارتون د برابرولو موخه د کرنیزو محصولاتو پیژندل او د بزګرانو او بڼوالو د لاسته راوړنو څرګندول دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان پر ځان بسیا کېدل د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې کار پورې تړلي دي، په دې برخه کې د اسلامي امارت پر مهال ګټور کارونه شوي، په غوره مدیریت سره د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ شوی او د بدیل معیشت پروژې پلي کېدو دي.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان په تېرو درېیو کلونو کې یې د امارت د لاسته راوړنو په اړه خبرې کړي او د کورنیو تولیداتو بهر ته د صادراتو په برخه کې یې د امارت د هڅو په اړه معلومات ورکړي دي او هېوادوالو څخه یې غوښتي، چې نندارتون ته په راتګ سره کورني محصولات و پېري.
همدارنګه د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیالد کرنې وزارت د دندو او لاسته راوړنو په اړه راپور وړاندې کړی او ویلي يي دي؛ اقتصاد، سیاست، کرنه او خپلواکي د یو نظام بنسټیز عناصر دي او موږ ورته پاملرنه کوو او اوس د دې وخت دی، چې کار وکړو او په ټولو برخو کې خپله خپلواکي ترلاسه کړو، د اسلامي امارت انډولیز خدمتونه په ټول هېواد کې دوام لري ترڅو د بزګرانو او مالدارانو ژوند کې مثبت بدلون راشي.
په پای کې د کرنې د پراختیا صندوق رییس انجنیر عبدالغفار غفوري بزګرانو ته د دغه صندوق د فعالیتونو په اړه خبرې کړي او سږ کال یې د مرابحې په بڼه له ۲،۲ میلیارډه افغانیو څخه د زیاتې چوپړتیاوو د ورکړې په اړه خبرې کړي او له بزګرانو او مالدارانو یې غوښتي، چې په ولایتونو کې د دغه صندوق دفترونو ته مراجعه وکړي او له خدمتونو څخه یې ګټه پورته کړي.

د بزګرمېله او د کرنیزو محصولاتو ۳۰م نندارتون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د روان کال د غویي له ۱۲مې تر ۱۵مې نېټې د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوی دی، چې د دې نندارتون په ٢٦٣ غرفو کې د کرنې او مالدارۍ محصولات، کورني تولیدات او د ښځو لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي دي.

