ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۱۰/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۳۱/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۴۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۲۱۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدموتونه وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۴۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن فوق بکلوریا سندلرونکی، پینځه تنه حافظان، درې تنه دیني عالمان، ۳۵ تنه غریبکار او ۲۳ تنه حرفه يي او مسلکي کسان، چې ټول ۷۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۶۹ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۸۵ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳ تنه و، کندهار ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوي او زر افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۱۵ کورنیو سره ټولې ۱۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تنه د بکلوریا سند لرونکي، درې تنه حافظان، یو د وړې دورې فارغ، ۱۱ تنه دیني عالمان، ۱۹ تنه غریبکار او ۵۶ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۹۲ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۲ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۴۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۱ را ستنو شوو کورنیو سره ۵۰۸ زره افغانۍ مرسته شوې.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۱۱۹ کورنۍ، ۴۳۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۴ کورنۍ، ۲۳ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۸۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۴۰ عدده