ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: بادغیس کې تېر کال څه‌باندې ۸۷ زره پېژندپاڼې وېشل شوې

 د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د بادغیس ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۸۷ زره او ۶۵۳ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۳۳ زره او ۵۱۹ برښنایي او ۵۴زره او ۱۳۴ نورې یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رییس ملا ضیا الدین بختیار ویلي؛ هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ کسان د برښنایي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

ښاغلی بختیار زیاته کړې؛ چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې درې زره او ۷۱۲ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او پینځه زره او ۵۵۰ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (څلور زره او ۶۳۶ زېږون کارتونه، ۶۱۷ د مړینې پارچې او ۲۹۷ د واده ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د بادغیس ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې نارینه او ښځینه غوښتوونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

 په لومړۍ څانګه کې د نویو برښنایي پېژندپاڼو له وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه (د زېږونونو ثبت او مثنی پېژندپاڼې وېش) هم وړاندې کېږي.

د یادونې وړ ده؛ د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.