د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده د اف، اې، او موسسې له مسولینو سره لیدنه کړې او د اوبو په سکتور کې د همغږۍ او ګډو همکاریو د پياوړتیا په اړه یې خبرې کړي.
مجیب الرحمن عمر اخوندزاده د اوبو سکتور خدمتونو ته په اشارې سره ټینګار کړی، چې په یاد سکتور کې د اړوندو پروژو د پلي کولو لپاره له دغه وزارت سره د همغږي رامنځته کړي، ترڅو د دغه وزارت په تخنیکي همکارۍ یې پروژې په ښه کیفیت او سمه توګه پلي شي.
یادو مسولینو ویلي؛ د پروژو کیفیت ورته لومړیتوب لري او پلي کېدو ته یې ژمند دي.