د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د ننګرهار ولایت د نفرایت کانونو له قراردادیانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د نفرایت کانونو قراردادیانو د خپلو کارونو او فعالیتونو په اړه د کانونو او پټرولیم سرپرست ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړي دي.
دغه راز يې د چارو د لا ښه والي په موخه خپل وړانديزونه او ستونزې د وزارت له مسولينو سره شريکې او د حل غوښتنه يې کړې.
شیخ شهاب الدین دلاور د نفرایت کانونو قراردادیانو ته ډاډ ورکولو ترڅنګ ویلي، چې د دوی ستونزې او وړاندیزونه به د کانونو له قانون او طرزالعمل سره سم حل شي.