ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو سرپرست وزیر د سالنګونو لویې لارې د ټولپلازا محصول د راټولونې بهیر څخه لیدنه کړې

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني د سالنګ لویې لارې ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې چې د یاد وزارت ځینو رییسانو یې ملتیا کوله د يادې لویې لارې د جنوبي او شمالي سالنګ ټول پلازا محصولبهير او د یادې لويې لارې د تونل او ۱۶ ګالرۍ څخه له نږدي ليدنه کړې.

 د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې په موخه ټولپلازا فعاله شوې ده، چې د بېلابېلو لویو او کوچنویو وسایطو څخه په مختلفه اندازه پیسې راټولیږي او په یو مشخص بانګي حساب کې ذخیره کیږي، چې راټول شوي عواید د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې په موخه مصرف شي.

 د ټولګټو وزارت د سرپرست وزیر د سفر اصلي موخه د ټول پلازا د لیدنې ترڅنګ د سالنګونو لویې لارې د پاتې برخو د اساسي بیارغونې په هکله د اړوند مسولینو (د سالنګونو ریاست او د قرار دادي شرکتونو د استازو) سره لیدنه وه او هغوي ته یې لارښوونه کړې، چې د هوا په تودیدو سره دې د یو مشخص پلان له مخې د یادې لویې لارې کار بیا پیل کړي.

دا په داسي حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت تیر کال د سالنګونو لویې لارې کار په دريوو برخو کې پيل کړی وو، د تونل د دننه برخې او د ۱۶ ګالرۍ د کانکریټ اچونې کار تير کال بشپړ شوی او د هوا په برابریدو سره به یې د پاتې برخو کار بیا پيل شي.