ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان له لوړ پوړي پلاوي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال لیدنه؛ د اسلامي امارت او د دغه سازمان د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار شوی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او افغانستان لپاره د یاد سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي ډاکټر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره چې د بشري حقونو، اقتصاد، ټولنیزو او ځوانانو چارو مسولینو هم پکې شتون درلود، لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پیل کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ اسلامي امارت د اسلامي همکاریو سازمان ته درناوی لري او د یاد سازمان د مسولینو مشورو د قدرداني ترڅنګ یې له افغانستان سره د اړیکو لازیاته پراختیا غواړي.

مولوي عبدالسلام حنفي هیله څرګنده کړې، چې دغه سازمان به د افغانستان ستونزې او واقعي تصویر نړۍ ته وړاندې کړي.

ډاکټر طارق علي بخیت د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي سلامونه او نېکې هیلې مولوي عبدالسلام حنفي ته وړاندې او په ګامبیا هېواد کې یې د اسلامي همکاریو سازمان د راتلونکي ۱۵مې ناستې او د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړه معلومات ورکړي او ويلي يي دي، موږ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو یوو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي افغانستان ته د سفر په موخه دعوت کړی او ویلي يي دي، د اسلامي نړۍ درد او رنځ شریک دی او باید اسلامي هېوادونه د دغو ستونزو د حل په موخه ګډې هڅې وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ افغانستان له جنګ څخه د حکومتولۍ پر لوري ګام اخلي، بناً په بېلابېلو برخو کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستو ته اړتیا ده او ټینګار یې کړی، چې د اسلامي امارت استازي دې په ګامبیا کې د دغه سازمان په راتلونکی غونډه کې وروبلل شي، ترڅو د اسلامي همکاریو سازمان د مسولینو مشورې واوري او ترڅنګ یې په افغانستان کې شته واقعیتونه هغوی ته ورسوي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت د حاکمیت پر مهال د شویو پرمختګونو له هغې ډلې ښځو ته د میراث او نورو ټولو شرعي حقونو د ورکړې په اړه بشپړ معلومات ورکړي دي.

همدا راز اداري مرستیال څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت پالیسي دا ده، چې د افغانستان له خاورې به هیچاته ګواښ نه متوجه کېږي، موږ پر اقتصاد محوره سیاست تمرکز لرو او د هیڅ هېواد په چارو کې مداخله نه کوو، خو له هغوی هم غواړو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اجراییوي رییسې ډاکټرې نوره الرشود د دغه سازمان د کلتوري، ټولنیزو او کورنیو چارو عمومي رییسې امینه الحجیري او د ښځو د پراختیا سازمان اجراییوي رییسې افنان الشعیبي خبرې کړي.

دوی د خپلو ارګانونو د فعالیتونو په اړه د هر اړخیزو معلوماتو پر مهال ویلي؛ موږ په افغانستان کې ښه پرمختګونه مشاهده کړل، دا د هغه منفي تصویر برعکس دي چې د افغانستان په اړه په رسنیو کې منعکسېږي.

موږ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو یوو.

یاد پلاوي ویلي؛ ټاکل شوې د اسلامي همکاریو سازمان د ترکیې هېواد له تیکای او د اذربایجان پراختیايي موسسو سره قراردادونه لاسلیک کړي، چې افغانستان به د دغو مرستو په سر کې قرار ولري او هیله لرو چې له دې لارې به لا زیات پراختیايي کارونه په افغانستان کې ترسره شي.