ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فوټبال؛ د افغانستان د فوټبال اتلانو غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیل شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په مرسته د هېواد د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د فوټبال اتلانو غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ له مرکز او ولایتونو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل شوې.

د یادو سیالیو په پرانیست غونډه کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست او فوټبال فدراسیون  فني او مسلکي مرستیال، د المپیک ملي کمېټې اجراییه رییس، ورزشي مشاور، د یاد ریاست د دفتر رییس، د فوټبال ملي فدراسیون رهبري، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

د پرانیستې په دې مراسمو کې د ورزش ادارې رییس مولوي احمدالله وثیق ویلي؛ د افغانستان اسـلامي امـارت تل په هېواد کې د ورزش د ملاتړ په هڅه کې دی او افغانان شاهدان دي، چې تېر کال افغان ورزشکارانو د چین هېواد په کوربتوب په اسیايي لوبو کې ښه وځلېدل او پینځه مډالونه یې وګټل.

همداراز د بدني روزنې او ورزش فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ د فوټبال غوره لیګ درېیم پړاو په پیلېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ د افغانستان فوټبال اتلانو درېیم پړاو سیالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د افغانستان خلک او ورزشکاران د سولې او امن په فضا کې ژوند کوي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د فراه ابو مسلم او سرسبز یاشلر لوبډلې سره لوبې وکړې، چې د لومړۍ لوبې په پایله کې د فراه ابو مسلم د ۰/۲ ګولونو په توپیر سرسبز یاشلر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې په یاد غوره لیګ کې به ټولې ۶۶ لوبې ترسره شي.