یو شمېر امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې د دې هېواد ټنسي ایالت په ممفیس ښار کې د سړک پر غاړه پر یوه ډله خلکو وسلهوال برید شوی.
په دې برید کې دوه کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د دې پېښې د عواملو او انګېزې په اړه لا بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د امريکا بېلا بېلاو ښارونو کې وسلهوال بریدونه او جنايي جرمونه ډېر شوي دي.