ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د  کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۱/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱/۲/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱۷۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۹ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۱۱۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۱۶ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۹۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې شپږ تنه د بکلوریا سند لرونکی، یو تن فوق بکلوریا سندلرونکي، څلور تنه لیسانس، یو تن حافظ، اووه تنه دیني عالمان ۱۶ تنه غریبکار او ۱۶ تنه حرفه يي او مسلکي کسان، چې ټول ۵۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۱۸۴ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۰۹ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۳۹ کورنیو سره ټولې ۳۲۸ زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

۵۲ کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په  سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۲۷۲ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۱۱ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې.

همدارنګه ۱۳۷ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې درې تنه د بکلوریا سند لرونکي، شپږ تنه حافظان، څلور تنه دیني عالمان، ۵۳ تنه غریبکار او ۳۷ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۰۳ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۳۶ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي. 

پکتیکا

انګور اډه ډ‌یورنډ فرضي کرښه

د ثبت تثبیت او استقبال کمېټه:

په انګور اډه کې یوه کورنۍ چې د افرادو شمیر یې پینځه تنه کیږي، ثبت شوې ده.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

د انګور اډې څخه یوه کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې پینځه تنه و، خپلې سیمې ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوه کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په انګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي دي:

خواړه: په انګور اډه او ښرنه کې کډوالو ته ۱۷ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د انګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

راستنېدونکو کډوالو ته د ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول او همداشان د کډوالو د کورنیو مشرانو ته د خپلو سیمو، دین او هېواد په اړه معلومات ورکړل شوی.

نیمروز

ورېښمو لار

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۶۲ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۶۴ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۸ تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوي دي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د هرات په اسلام کلا کې ۷۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له نهه را ستنو شوو کورنیو سره ۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۸۳ کورنۍ، ۴۰۳ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۳۵ کورنۍ، ۱۵۴ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۴۹ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۲۰۴ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۲۰ عدده