ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل ولایت د منتخبې لوبډلې د ټاکلو په موخه د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د بډمنټون سیالۍ پیل شوې

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د بډمنتون ملي فدراسیون له لوري د اندونیزیا سفارت په مالي ملاتړ، د یاد رایاست په دوه زره او ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د کابل ولایت د منتخبې لوبډلې د ټاکلو په موخه د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د بډمنټون سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمېټې عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال، په افغانستان کې د اندونیزیا سفارت استازو، د ورزش ادارې مشاورینو، رییسانو، مشورتي بورډ غړو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

د دغو مراسمو په پیل کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق ویلي؛ ورزش د ملیتونو، قومونو او هېوادونو ترمنځ د وحدت او یووالي سمبول دی او ټول سره یو کوي.

 نوموړي همداراز زیاته کړې؛ موږ په ټول توان هڅه کوو، چې د ورزش د ودې په برخه کې کار وکړو او ورزش د افغانستان ګوټ ګوټ ته ورسوو.

ښاغلي وثیق د ټولو فدراسیونونو استازو ته په خطاب کې ویليچې موږ د پخوا په څېر په ورزشي ډګر کې ستاسو ملاتړ کوو.

نوموړي په خپلو خبرو کې د اندونیزیا اسلامي هېواد د سفارت له استازو مننه کړې، چې د هېواد د ورزش په برخه کې خپلې همکارۍ نه سپموي.

په افغانستان کې د اندونیزیا سفارت استازي رکي سوبکجا ویلي؛ خوښ یم چې په افغانستان کې د بشپړ امنیت په فضا کې د بډمنتونو لوبې ترسره کیږي، ده همداراز له افغانستان سره په ټولو برخو کې د ښو اړیکو څرګندونه کړې او هیله یې ښودلې، چې افغان ورزشکاران به په نړیوالو ورزشي ډګرونو کې ښې لاسته راوړنې ولري او ښه وځلېږي.

د دغو مراسمو په پای کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش لوی ریاست پخواني رییس او سیاسي شنونکي انجینر نظر محمد مطمین ویلي؛ په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د افغانستان د تخریب هڅه کوي او د ځوانانو د بې لارۍ لپاره ډول ـ ډول خپرونې او پروګرامونه مخکته وړي، بیا هم د خوښۍ ځای دی چې زموږ ځوانان ورزش ته مخه کوي او ورزش ته اولیت ورکوي.

ښاغلي مطمین زیاته کړې؛ کله چې د لومړي ځل لپاره موږ ادارې ته راغلو په هغه وخت کې بډمنتون ورزش دومره اوڅار نه و؛ خو نن الحمدلله وینو چې بهترین لوبغاړي لري، چې په راتلونکې کې به په نړیواله کچه د افغانستان ښه استازولي وکړی شي.

نوموړي همداراز د اندونیزیا هېواد له استازو مننه کړې، چې د ورزش په برخه کې همکاري کوي او ځوانان تشویقوي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ په پینځو سني کټګوریو کې ترسره کېږي، درې ورځې دوام کوي او موخه یې د افغانستان په کچه د ټاکنیزو سیالیو لپاره د کابل ولایت د منتخبې لوبډلې ټاکل دي.