ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان پسټ دولتي شرکت د خپلو خدمتونو له لارې څه باندې یو نیم میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي

افغان پسټ دولتي شرکت د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څخه تر دمګړي پورې څه باندې یو نیم میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي.

افغان پسټ دولتي شرکت د نړیوال پستي اتحادیې او EMS  کوپراتیف فعال غړی دی، چي په هېواد کې د خپلو ۴۶۴ پست خونو له لارې د باور وړ، خوندي او چټک خدمتونه هېوادوالو ته وړاندي کوي.

مولوي رحمت الله مکي     د افغان پست دولتي شرکت عمومي رئیس ۲:۳۷ – ۲:۵۶

د افغان پست دولتي شرکت عمومي رییس مولوي رحمت الله مکي ویلي؛ افغان پسټ دولتي شرک د ورځي په اوږدو کې شاوخوا ۱۰۰ کیلو خارجي انتقالات ترسره کوي او په کور دننه یې هم له ګڼ شمېر ادارتو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ تر دې وړاندي دغه دولتي شرکت اته ډوله خدمتونه لرل، چې د اسلامي امارات په راتګ سره یې د خدماتو شمېر ۱۸ ډولو ته رسېدلي دي.

یاد دولتي شرکت  په ۱۸۷۰ زیږدیز کال کې د امیر شیر علي خان د واکمنۍ پر مهال رامنځته شوی دی، چې شاوخوا یوه نیمه پیړۍ مخینه لري.