ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د باغ بالا اسان خدمت څانګه کې تېر کال شاوخوا ۱۰۰ زره هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ کابل باغ بالا اسان خدمت څانګه کې په ۱۴۰۲ کال کې ۱۰۰ زره هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې شوي، په یادو خدمتونو کې د ۶۰ زره برېښنایي پېژندپاڼو وېش، ۲۰ زره هېوادوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه، ۲۰ زره زېږون کارتونه (۱۶ زره د لویانو او ۴زره د ماشومانو زېږون کارتونه) شامل کیږي.
د باغ بالا اسان خدمت څانګې عمومي مدیر ذبیح‌الله امین ساپی ویلي؛ د اسان خدمت څانګې هېوادوالو ته تر یوه چتر لاندې د بېلابېلو عامه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه فعالیت کوي، چې اوس‌مهال په یاده څانګه کې څلور ډوله خدمتونه (د برېښنایي پېژندپاڼې، زېږون کارت او د مړینې پارچې وېش او د برېښنایي پېژندپاڼې له وېش وروسته خدمتونه) وړاندې کوي او په ورځني ډول شاوخوا یو زره او ۲۰۰مراجعین لري چې ډېری یې د برېښنایي پېژندپاڼې د اخیستلو له‌پاره مراجعه کوي.
نوموړي زیاته کړې، په دې څانګه کې د برېښنایي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونو برخه هم فعاله ده او غوښتونکو ته د د کارت د مخ اصلاحات، د مثنی پېژندپاڼې وېش، د پېژندپاڼو نوي کو ل، د زېږونونو، ودونو او طلاق ثبت خدمتونه وړاندې کېږي.
د ښاغلي ذبیح‌الله امین ساپی په وینا؛ په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې د دې څانګې له لوري هېوادوالو ته د بهرنیو چارو وزارت قونسلي خدمتونه هم وړاندې شي.
هغه هېوادوال چې د برېښنایي پېژندپاڼو ، زېږون کارت او مړینې پارچې اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه دې څانګې ته راغلي دي، د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر او مراجعینو سره د دې څانګې د کارکوونکو له چلند خوشاله او راضي دي.
د یادولو وړ ده چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې غوښتونکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو او په کم وخت کې په ړوڼ توګه تر یوه چتر لاندې د بېلابېلو عامه خدمتونو وړاندې کولو په موخه د اسان خدمت څانګې رامنځته کړي دي.