د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیالانو افغانستان ته د اسلامي همکاریو سازمان د راغلي پلاوي له ځینو غړو سره په لیدنه کې د مختلفو مواردو په اړه خبرې کړي دي.
ناسته کې د ټولنیزو چارو مرستیال شیخ عبدالبر هیله ښودلې، چې راغلی پلاوی دې د اسلامي همکاریو سازمان له لارې د افغانستان د وضیعت او مختلفو برخو کې د پرمختګونو او لاستهراوړنو په اړه حقایق له نړیوالو سره شریک او هڅه دې وکړي، چې اړونده برخو په ځانګړې توګه د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو څخه د ملاتړ او هم ځوانانو ته د کاري فرصتونو په جوړېدو کې د مختلفو اسلامي هېوادونو پاملرنه او مرستې جلب کړي.
شیخ عبدالبر د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړونده روزنتونونو کې یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته د ژوندانه د سهولتونو د برابرولو او د وزارت د عمده فعالیتونو په اړه هم د پلاوي له غړو سره معلومات شریک کړي.
د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد افغانستان ته د اسلامي همکاریو سازمان د پلاوي له راتګ څخه خوښي ښودلې او ویلي يي دي؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کړې، چې د بېکارۍ کچې د کمښت په موخه په ټول هېواد د ۵۲ مراکزو له لارې ځوانانو ته د فني او حرفوي زدهکړو او د کاري فرصتونو زمینه برابره کړي.
ترڅنګ یې د بیکارۍ ستونزې ته د رسېدنې او هم د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه په نږدې راتلونکي کې د کار ملي کانفرانس ترسره او په کې د مختلفو امارتي، غیر امارتي، خصوصي سکتور، ملي او نړیوالو مؤسسو او بنسټونو ژمنې واخلي.
مولوي محمد زاهد د خپلو خبرو په دوام د اسلامي همکاریو سازمان د هڅو څخه په مننې سره له یاد سازمان څخه غوښتي، دا چې افغانستان د څلورو لسیزو جګړو او ستونزو څخه راوتلی او د افغانستان د اسلامي امارت په بیا حاکمېدو سره بشپړ امنیت ټینګ او د بنسټیزو پروژو پلي کېدو ته مناسب بستر چمتو دی؛ نو هیله ده، چې وروستیو پرمختګونو ته په کتو او هم د افغانانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه اسلامي هېوادونه خپل مسولیت ادا کړي، چې له شک پرته، په دې کې د اسلامي همکاریو سازمان ونډه او پاملرنه ډېره اړینه ده.
د اسلامي همکاریو سازمان د کلتوري چارو عمومي رییسې ډاکټر امینه الحجري افغانستان ته د خپل راتګ او ښې مېلمهپالنې څخه قدرداني څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ له نېکمرغه دلته په راتګ سره جوته شوه، هغه تصویر چې ځینې رسنۍ یې د افغانستان په اړه خپروي ناسم او له حقایقو لېری دی.
آغلې الحجري د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې؛ افغانستان ته زمونږ د راتګ عمده موخه د افغانانو د ستونزو درک او د امکان تر بریده د اسلامي همکاریو د سازمان له اړخه ورته رسېدنه ده، هڅه به کوو ترڅو د دې سفر څخه ترلاسه شوي کره معلومات د سازمان له غړو سره شریک او په متوقعه برخو کې د افغانستان خلکو ته د هغوی پاملرنه او مرستې جلب کړو.
د یادونې وړ ده، چې اسلامي همکاریو سازمان د راغلي پلاوي غړو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د فني او حرفوي زدهکړو له مرکز او روزنتون څخه لیدنه کړې او پدې برخو کې یې د وزارت کړنې ستایلي دي.