ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د قوش‌تیپې ملي شل اوریز کرېکټ جام سیالیو نوی مهالوېش په ډاګه شو

د افغانستان کرېکټ بورډ د هېواد د پینځو زونونو اړوند لوبډلو ترمنځ د قوش‌تیپې ملي کرېکټ شل اوریز جام سیالیو نوی مهالوېش اعلان کړ.

د نوي مهالویش له مخې به یادې سیالۍ د روان کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل ولایت په مرکزي نړیوال لوبغالي کې پیل او د همدې میاشتې تر دیارلسمې نېټې به دوام وکړي.

ټاکل شوې وه، چې یادې سیالۍ د روان کال اپریل میاشتې په ۱۶مه نېټه د کندهار کرېکټ لوبغالي کې پیل او د همدې میاشتې په ۲۷مه نېټه پای ته ورسېږي، خو د افغان کرېکټ بورډ د خبر پاڼې له مخې یادې سیالۍ د یو لړ تخنیکي او لوجیستکي ستونزو له امله وځنډېدې، چې اوس یې بیا ځلې نوې نېټه او ځای په ډاګه شو.