فلسطیني چارواکو ویلي، چې د غزې تړانګې په جنوب د خان یونس ښار په نصر روغتون کې ډلهييز قبر موندل شوی.
د فلسطیني ملکیانو د دفاع سازمان تر اوسه له یاد ډلهييز قبر څخه د ۱۹۰ جسدونو را ایستل تایید کړي.
د یاد سازمان ویاند محمود بصل رسنیو ته ویلي، چې دا کسان اسرائیلي عسکرو وژلي او خښ کړي وو.
نوموړي زیاته کړې؛ په یادو جسدونو له نښو نښانو او له ډول یې ښکاري، چې له وړاندې زور زیاتی ورسره شوی او ربړول شوي هم دي.
د روغتیا نړیوال سازمان له دې وړاندې ویلي وو، چې د اسرائیلو له لوري یو شمېر کسان په روغتونونو کې خښ شوي دي.
له بل لوري د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو یو ځل بیا په جنوبي رفح ښار د پراخو ځمکنیو عملیاتو پیلولو ګواښ کړی.
په رفح ښار کې له یوه میلیون څخه زیاتو بېځایه شویو فلسطینیانو پناه اخیستې ده.
د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه یې په غبرګون کې ګواښ کړی، چې که دښمن په رفح ښار برید وکړي، زموږ خلک به سپین بیرغ پورته نه کړي او مقاومت له ځانه دفاع ته چمتو دی.
پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پيل راهیسې له ۳۴ زره زیات فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.