د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د نړیوال بانک د تازه راپور په غبرګون کې ویلي، چې دا راپور له حقیقته لیرې دی، ځکه په تیر کې د افغانستان اقتصاد له رکود سره مخ وو، خو د اسلامي امارت په بیا حاکمیت او د امنیت په ټینګښت سره د افغانستان اقتصاد مخ پر ودې روان دی او راتلونکې یې روښانه ده.
نړیوال بانک راپور خپور کړی چې پکې ویل شوي؛ د ناخالص تولید د کمې ودې له امله په ۲۰۲۵ کې د افغانستان اقتصاد له ځوړتیا/رکود سره مخ دی.
له بل لوري اقتصاد وزارت هم د نړیوال بانک راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې د بهرنیو اسعارو پرړواندې یې د افغانیو ثبات ساتلی، په بازار کې نرخونه کنټرول شوي، د پیسو د پړسوب مخه نیول شوې او د لويو پروژو په پلې کېدو سره د بېکاري کچه کمه شوې ده.
نړیوال بانک داسې وخت یاد راپور خپروي، چې افغانستان اوس مهال د منځنۍ او جنوبي اسیا له هېوادونو سره پراخې سوداګرېزې اړیکې لري او تېر کال يې نږدې د دوه میلیارده امريکايي ډالرو په ارزښت نړیوالو مارکیټونو ته صادرات کړي دي.