ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د  یکشنبې ورځ، د ۱۲/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲/۲/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۴۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱۹۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې لس تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته درې زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظيم کمېټه

د مالي چارو د تنظيم کمېټې له لوري په عمري کمپ کې له ۳۵ راستنو شویو کورنیو سره د کرایې په شمول ټولې ۲۹۹ زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې شپږ کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن حافظ، اته تنه غریبکار او ۱۷ تنه حرفه يي او مسلکي کسان، چې ټول ۲۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۷۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۸۹ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳ تنه و، کندهار ولایت ته په خوندي توګه ولېږدول شوه او ۍ۲۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۶۶ کورنیو سره ټولې ۵۴۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

۳۹ کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په  سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

خواړه: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۵۸۵ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۲۸ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوي دي.

همدارنګه ۱۳۵ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۱۶۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې ۲۰ تنه غریبکار او ۲۵ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۴۵ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۵۴ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې د شنبې او نن یکشنبې په ورځ ۶۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۲ زره او ۴۷۸ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۵۵ تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۶۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۱۹ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمتونه وړاندې شوي دي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته د شنبې او یکشنبې په ورځو ۶۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۵۵ تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د هرات په اسلام کلا کې ۲۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۰ را ستنو شوو کورنیو سره ۱۹۲ زره افغانۍ مرسته شوې.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۲۴۳ کورنۍ، ۹۵۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال: اووه کورنۍ، ۴۳ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۱۴۳ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۳۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۳۲۹ عدده