ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اندراګاندي ماشومانو د درملنې روغتون کې د اکسیجن د تولید څانګې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د مرکزي ریاستونو یو شمېر رییسانو او د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکتر زیار شتون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې په روغتون کې د اکسیجن د تولید څانګې جوړېدل د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او په هېواد کې د ماشومانو په تېره بیا د هغو ماشومانو روغتیايي ستونزو د حل په برخه کې مهم ګام بللی، چې اکسیجن ته اړتیا لري.

مولوي عبدالولي حقاني همداراز د یاد روغتون د بېلا بېلا روغتیايي څانګو څخه لیدنه کړې او د روغتیايي کارکوونکو څخه یې غوښتي، چې خپلې دندې په ایماندارۍ سره ترسره کړي؛ تر څو د اړمنو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

د یادونې  وړ ده، چې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې په روغتون کې د اکسیجن یاد پلانټ به د څلورو جنراتورونو په لرلو سره د روغتیا نړیوال سازمان په مالي او تخنیکي همکارۍ جوړ شي، چې په ۲۴ ساعتونو کې به د ۲۰۰ بالونونو اکسیجن د تولید ظرفیت ولري او مرسته به یې د یاد روغتون ناروغانو ته د بشپړ اکسیجن رسولو تر څنګ نورو روغتونونو ته هم د اړتیا وړ اکسیجن استول کېږي.