ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان کې د اقلیمي بدلون په اړه درې ورځنی ملي بحث پیل شوی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په ګډه همکارۍ د ۱۴۰۳ کال د غویي په ۳مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د افغانستان د اقلیمي بدلون په تړاو درې ورځنی ملي بحث پیل شو.

یاد بحث چې هم‌مهاله به د ناروې په اسلو ښار کې د افغانستان د اقلیمي بدلون د زیانونو او ناوړه اغېزو په هکله په جوړ شوي کنفرانس کې، چې موخه یې تر نړیوالو د افغانستان غږ رسول او د اقلیمي بدلون په برخه کې د تعلیق شوو پروژو بیا پیلول دي؛ د ویډیو کنفرانس له لارې وصل او د اقلیمي بدلون له امله افغانستان ته د رسېدلو زیانونو په تړاو به د مسولینو او متخصصینو لخوا هر اړخیز بحث او خبرې اترې وشي.

په دې بحث کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد، د دې ادارې یو شمېر رییسانو او متخصصینو، د اړوندو ادارو او سفارتونو استازو، د پوهنتونونو استادانو، د بهرنیو او داخلي موسسو استازو ګډون کړی.

همدا راز د اقلیمي بدلون په تړاو یاد بحث کې به چې د ویډیويي کنفرانس په ترڅ کې به په انلاین بڼه هم‌مهاله د ناروې هېواد په اسلو ښار کې ترسره کیږي؛ یو شمېر داخلي او بهرني متخصصین، د پوهنتونونو استادان او نړۍ‌والو موسسو استازي به پکې ګډون کوي او د افغانستان د اقلیمي بدلون پر وضعیت به هر اړخیز بحث وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال ویلي؛ اقلیمي بدلون یوه نړیواله پدیده ده، د طبیعي عواملو سربیره، اصلي عامل یې د ګلخانه‌یي ګازونو انتشار دی چې ډیری یې په پرمختللو هېوادونو کې د کارخونو او د صنعت د زیات پرمختګ په سبب رامنځته کیږي.

ډاکټر زین العابدین عابد زیاته کړې؛ په افغانستان کې د روانې اونۍ په لړ کې د وروستیو سیلابونو له امله ١١١ تنه هېوادوال شهيدان شوي، ٧١ تنه ټپيان شوي، دوه زره او ١٧ حیوانات وژل شوي، ۹۸ زره او ۳۸۶ جریبه زراعتي ځمکه او دوه زره او ۷۰۷ کورونه ویجاړ شوي او همدا راز دوه زره او ۴۲۴ سر بندونه له منځه تللي دي، چې دا په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو ښکاره بېلګې او زیانونه دي چې عامو خلکو ته اوښتي دي.

که څه هم افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې ډېر لږ رول لري، خو د اوبو، زراعت، ځنګلونو، انرژۍ، شنو مځکو، څړ ځایونو، تنوع حیات او نورو برخو کي یې فوق العاده صدمه لېدلې ده.

ښاغلي عابد همداراز زیاته کړې، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوي زیانونه په مستقیم ډول په عامو خلکو او محلي ټولنو اغیزه کوي چې په زراعت او طبیعي منابعو پوري تړلي دي.

پرله پسې وچکالۍ، سېلابونه، د اوبو او زراعتي محصولاتو کمښت، د خلکو او ټولنو لپاره ډېرې ستونزې جوړې کړي او د دوی ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.

د وروستیو تحقیقاتو له مخې افغانستان یو له هغو شپږو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو زیات زیان ویني او منفي نتایج یې تجربه کوي.

نوموړي ویلي؛ له بده مرغه نور لاملونه او فکټورونه هم وجود لري لکه: اشغال او اوږدمهاله جګړه، د هر ډول ناقانونه کیمیاوي موادو کارول، د هېواد وچه او نیمه وچه هوا، د طبیعي پېښو زیاتوالی، دایمي وچکالۍ او د ځنګلونو بې رحمانه پرې کول او د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو سازمانونو نه همکاري د افغانستان اقلیم او چاپیریال ډیر زیانمن کړی دی.

د چاپېریال ساتني ملي ادارې مرستیال دغه راز زیاته کړې؛ د اقلیمي بدلون ننګونو ته د رسېدو لپاره د دولتونو ګډو اقداماتو ته اړتیا ده او د ټولو اړخونو ګډ کار او همکارۍ ته ضرورت لري.

د اقلیمي بدلون له نتایجو سره د سازښت لپاره د افغانستان اسلامي امارت؛ د اوبو د منابعو مدیریت، زراعت، د ځنګلونو او شنو مځکو بیا رغونه، او د نوي کېدونکي انرژۍ په برخو کې په پراخه کچه ملي پروګرامونه لري.

اوس افغانستان د امنیت، اداري جوړښت، بشري ظرفیت او حقوقي چوکاټونو له مخې د چاپیریال او اقلیمي بدلون په برخه کې د پروژو پلي کېدو کولو ته ژمن او تیار دی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال له نړۍوالو غوښتي، چې د سیاسي مسایلو پرته خپلو مالي او تخنیکي مرستو ته دوام ورکړي ترڅو په نړیواله کچه د دې ننګوونکې پدیدې سره مقابله او مبارزه ترسره شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې له اقلیمي بدلون سره مبارزه د دې خاورې د هر وګړي ایماني او ټولنیز مسولیت دی چې په دې مهمه او حیاتي مسله کې په انفرادي او اجتماعي توګه خپل رول ادا کړي.

د غونډې په لړ کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رییس ویلي؛ د دې بحث څخه مو موخه دا ده، چې ترڅو وکولی شو د اقلیمي بدلون په اړه د افغانستان د خلکو غږ تر نړیوالو ورسوو او هغه پروژې چې دا مهال په تعلیق کې اچول شوي پرانستل شي؛ ځکه اقلیمي بدلون یو بشري مسله ده او زیان یې عامو خلکو ته رسیږي.

د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتني پوهنځي رییس محمد داوود شېرزاد د افغانستان پر اوبیزو منابعو د اقلیمي بدلون د اغېزو، د دې ادارې د اقلیمي بدلون رییس روح الله امین د افغانستان د اقلیمي بدلون د وضعیت؛ همدا راز د ناروې کمېټې د استازو لخوا معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شول.

د غونډې په دویمه برخه کې به د اسلو په ښار کې د اقلیمي بدلون په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې به د افغانستان د اقلیمي بدلون وضعیت او ناوړه اغیزو په تړاو د متخصصینو لخوا څېړنیز معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شي.

د یادونې وړ ده، چې د اقلیمي بدلون په تړاو یاد بحث به دوه ورځې نور هم دوام لري او په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په تړاو را متځته شوې ستونزې به تر نړیوالو بنسټونو او ډونرانو ورسیږي؛ ترڅو د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان تعلیق شوې پروژې بیا پیل او له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې لپاره مناسب حل لارې ولټول شي.