د اسیا جام فوټسال سیالیو په لړ کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د یوې سختې او هر اړخېزې سیالۍ وروسته بحرین فوټسال ملي لوبډلې ته ۳ ـ ۲ ګولونو په توپیر ماته ورکړه او بریا یې خپله کړه.
افغانستان فوټسال ملي لوبډله د یادو سیالیو په خپل ګروپ کې په دویم مقام خپلولو سره د دې سیالیو دویم پړاو/کواټر فاینل ته ووتله.